يو شمېر امنيتي سرچينې د عراق په پايتخت بغداد کې د څلورو تروريستي چاودنو خبر ورکوي.
دا چاودنې د بغداد په درېيو سيمو کې شوي، چې په پايله کې يې نهه تنه ټپيان شوي دي.
روغتيايي سرچينې وايي، د ځينو ټپيانو روغتيايي حالت د اندېښنې وړ دى او اوس تر درملنې لاندې دي.
تر دې دمه کومې وسله والې ډلې د يادو چاودنو مسووليت پر غاړه نه دى اخيستى.
که څه هم له ۲۰۱۷م ميلادي کال وروسته په عراق کې امنيتي حالت ښه شوى، خو بيا هم وخت ناوخت په دغه هېواد کې چاودنې کېږي، چې پر عراقي سرتېرو سربېره ملكي وګړو ته هم په كې مرګ ژوبله اوړي.
د يو بل خبر له مخې، عراقي ځواکونو ويلي، چې په بغداد كې يې د داعش ډلې اووه اډې له منځه وړې دي.


