ads

د کونړ سرکاڼو ولسوالۍ اړوند د ناوه پاس کنډو ته ورغلې لاره پرانیستل شوه

د کونړ سرکاڼو ولسوالۍ اړوند د ناوه پاس کنډو ته ورغلې لاره د افغان ځواکونو د عملیاتو په پایله کې بیرانیستل شوه. چارواکي وایي، د یادې لارې له خلاصېدو سره سم یې د لارې په اوږدو کې د امنیتي پوستو جوړول هم پیل کړي دي. پر دغه لاره به پخوا باجوړ او مومندو ایجنسیو او […]

نویسنده: Mohammad Khan barial
17 وږی 1398
د کونړ سرکاڼو ولسوالۍ اړوند د ناوه پاس کنډو ته ورغلې لاره پرانیستل شوه
کونړ ولایت

د کونړ سرکاڼو ولسوالۍ اړوند د ناوه پاس کنډو ته ورغلې لاره د افغان ځواکونو د عملیاتو په پایله کې بیرانیستل شوه.
چارواکي وایي، د یادې لارې له خلاصېدو سره سم یې د لارې په اوږدو کې د امنیتي پوستو جوړول هم پیل کړي دي.
پر دغه لاره به پخوا باجوړ او مومندو ایجنسیو او کونړ یا ګاونډي نورو ولایتونو خلکو تګ راتګ هم کاوه، خو ډېر کلونه کېږي دغه تګ راتګ بند دی.

د کونړ امنیتي چارواکي وایي، د دغه ولایت د سرکاڼو ولسوالۍ د ناوه پاس کنډو ته ورغلې لاره یې له څلورو کلونو وروسته د عملیاتو پر مهال خلاصه کړه.
د ناوه پاس کنډو د ډیورنډ کرښې هغه غاړې باجوړ ته هم لار لري، چې کلونه مخکې د کونړ او پښتونخوا ډېرو خلکو له همدې لاره تګ راتګ کاوه.
کونړ کې د پوځ دویمې پلې لوا قومندان برید جنرال میرویس ساپي کلید ته وویل، چې د یادې لارې په پرانیستل کیدو سره سم یې د لارې په اوږدو کې د امنیتي پوستو د جوړویدو چارې هم پیل شوي دي.
ساپی وایي، د نوه پاس لاره څلور کاله د وسله والو طالبانو له لوري تړل شوې وه، چې له کبله یې حکومتي ځواکونو او ځایي خلکو په ډاډه زړه تګ راتګ نشو کولای.
چارواکي وايي د ناوه پاس لار یې د دوو ورځو عملیاتو په پایله کې خلاصه کړې او حکومتي ځواکونه مرګ ژوبله هم نه لري.
د ناوه پاس سیمه کې پاکستاني ځواکونو اغزن تار هم خور کړی او منځ کې یې دروازه هم جوړه کړې ده.
ځایي خلک هم د یادې لارې پرانیستل د سیمه ییزو اوسېدونکو لپاره مهمه بولي، خو له حکومت غوښتنه کوي چې د یادې لارې د امنیت ټينګښت په هدف دې امنیتي پوستې ځای پر ځای کړي.
د کونړ چارواکي وایي، په یاد ولایت یې د راتلوونکو ټاکنو د امنیت د ټینګښت په هدف په یو شمېر سیمو کې عملیات هم پیل کړي او هڅه یې دا ده چې له د وسله والو طالبانو له لوري په کونړ کې تړل شوې لارې پرانیزي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA