ads

دیني عالمان: د ملي امنیت سرتیرو یو ملا امام په شکنجو وژلی دی

په کندهار کې یو شمېر دیني عالمانو د یو لاریون په ترڅ کې ادعا وکړه چې د ملي امنیت سرتیرو په دغه ښار کې د یو مسجد ملا امام تښتولی او تر ځورونو او شکنجو وروسته یې وژلی دی. دغه لاریون کوونکي ادعا کوي چې ملي امنیت سرتیرو تېره ورځ غرمه مهال د مسجد ملا […]

نویسنده: Mohammad Khan barial
17 وږی 1398
دیني عالمان: د ملي امنیت سرتیرو یو ملا امام په شکنجو وژلی دی
په کندهار کې لاریون

په کندهار کې یو شمېر دیني عالمانو د یو لاریون په ترڅ کې ادعا وکړه چې د ملي امنیت سرتیرو په دغه ښار کې د یو مسجد ملا امام تښتولی او تر ځورونو او شکنجو وروسته یې وژلی دی.
دغه لاریون کوونکي ادعا کوي چې ملي امنیت سرتیرو تېره ورځ غرمه مهال د مسجد ملا امام له ځان سره وړی او تر شکنجو وروسته یې وژلی دی.
اعتراض کوونکي په دې اړه د جدي پلټنو غوښتنه کوي او ګواښ کوي، که یې غوښتنو ته پام ونه شي، مدني حرکتونو ته به دوام ورکړي.
د وژل شوي ملا امام پلار وايي، زوی يې د کلي په مسجد کي امامت درلود او له هېڅ ډلې سره تړاو نه لري.
دیني عالمان وایي، دا لومړی ځل نه دی چي ملي پولیس، ملي امنیت او یو شمېر نور ارګانونه له مسجدونو، مدرسو او هټیو څخه خلګ له ځان سره وړي او تر څه وخت وروسته یې مړی پیدا شي.
دوي وايي چي اوس هم ډېری خلګ ژوندي ورک دي او د مرګ او ژوند درک يې نشته.
دیني عالمان ګواښ کوي، که یې سیمه ییز چارواکي غږ وانه وري، دا غږ به تر مرکزي حکومته ورسوي.
په ټولنیزو چاروکې د والي مرستیال اغالالي له دغو لاریون کوونکو سره ولیدل او ډاډ يې ورکړ چي په دې اړه به جدي څېړني کېږي.
اغا لالي خبریالانو ته وویل، دغه لاریون کوونکي يې تر جنازې وروسته ولایت مقام ته راغوښتي او د پېښي څېړنه به کېږي.

د یادونې وړه چې تېره اونۍ په جلال اباد کې ځانګړو ځواکونو د شپنیو عملیاتو پرمهال د یوې کورنۍ څلور غړي ووژل، چې وژل کېږي څلور واړه وروڼه وو.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA