د افغانستان د كركټ ملي لوبډله د کرکټ نړيوالې شورا د ټېسټ لوبو د ۱۰ غوره لوبډلو په لېست كې شامله شوه.
افغان لوبډله اوسمهال د بنګله دېش له لوبډلې سره خپله درېيمه ټېسټ لوبه لري او د دې لوبې له پاى ته رسېدو وړاندې يې د كركټ د نړيوالې شورا د ټېسټ لوبو په درجه بندۍ كې ۱۰ مقام خپل كړى او د زمبابوې له لوبډلې مخكې شوې ده.
افغانستان تر دې مهاله يوازې دوه ټېسټ لوبې کړې دي.
افغان لوبډلې خپله لومړۍ ټېسټ لوبه د ۲۰۱۸م ميلادي کال په جون مياشت کې د هند د لوبډلې په وړاندې ترسره کړه او ويې بايلله.
د ۲۰۱۹م کال په مارچ مياشت کې بيا افغانستان خپله دوهمه ټېسټ لوبه له ايرلنډ سره وكړه او ويې وګټله.
افغانستان د كركټ د ټېسټ لوبو په تاريخ کې له انګلستان او پاکستان وروسته درېيم هېواد شو، چې په خپله دوهمه ټېسټ لوبه کې بريا ترلاسه كوي.