د عامې روغتيا وزارت مسوولين وايي، په يوه كال كې په هېواد كې د ترهګريزو پېښو او وسله والو جګړو له كبله ۱۶۶۲۱ ملكي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د ياد وزارت د غيرې مترقبه پېښو رئيس مير ليث مصطفى ويلي، چې د ۲۰۱۸م ميلادي كال د سپټمبر مياشتې له لومړۍ نېټې د ۲۰۱۹م كال تر ورته نېټې پورې په هېواد كې د ۳۷۱۷ پېښو په ترڅ كې د ۱۴۱ ښځو په ګډون ۳۱۱۰ ملكي وګړي وژل شوي او د ۱۲۴۱ ښځو په ګډون ۱۳۵۱۱ تنه نور ټپيان شوي دي.
د عامې روغتيا وزارت د معلوماتو پر بنسټ، ملكي افغانانو ته تر ټولو زياته مرګ ژوبله د امنيتي ځواكونو او د دولت د وسله والو مخالفينو ترمنځ مخامخ جګړو اړولې او ورپسې په هېواد كې ځانمرګو بريدونو او چاودنو ډېر ملكي وګړي وژلي او ژوبل كړي دي.
د يادونې وړ ده، چې ملي او نړيوالو بنسټونو تل د جګړې له ښكېلو غاړو غوښتي، چې د ملكي افغانانو ژوند ته جدي پاملرنه وكړي.


