د تركيې د خلكو د جمهوري غوښتونكي ګوند د استانبول څانګې مشره کنان کفتانچي اوغلو د دغه هېواد حكومت ته د سپكاوي په تور په نهه كاله او اته مياشتې بند محكومه شوې ده.
نوموړې تورنه ده، چې د ۲۰۱۲ او ۲۰۱۷ ميلادي كلونو ترمنځ يې په څو ټويټونو كې جمهور رئيس رجب طيب اردوغان او د تركيې د حكومت نورو چارواكو ته سپكاوى كړى او هم يې تروريستي تبليغات كړي دي.
مېرمن اوغلو پرې لګېدلى تور رد كړى او ويلي يې دي، چې دا تور پرې د سياسي انګېزې له مخې لګول شوى دى.
د تركيې د خلكو جمهوري غوښتونكي ګوند په دې وروستيو كې د استانبول ښار د ښاروالۍ په ټاكنو كې د جمهور رئيس اردوغان واكمن ګوند ته ماتې وركړه.


