ads

امريكايي او طالب استازو په قطر كې بيا سره ليدلي

د افغانستان د سولې لپاره د امريكا د بهرنيو چارو وزارت ځانګړى استازى زلمى خليلزاد كابل ته تر سفر وروسته بېرته د قطر پايتخت دوحې ته تللى او له طالب استازو سره يې خبرې كړې دي. په قطر كې د طالبانو د سياسي دفتر وياند سهيل شاهين پر خپله ټويټر پاڼه ليكلي، چې د جمعې […]

نویسنده: hewadpal
16 وږی 1398
امريكايي او طالب استازو په قطر كې بيا سره ليدلي

د افغانستان د سولې لپاره د امريكا د بهرنيو چارو وزارت ځانګړى استازى زلمى خليلزاد كابل ته تر سفر وروسته بېرته د قطر پايتخت دوحې ته تللى او له طالب استازو سره يې خبرې كړې دي.
په قطر كې د طالبانو د سياسي دفتر وياند سهيل شاهين پر خپله ټويټر پاڼه ليكلي، چې د جمعې د سهار تر دوه نيمو بجو پورې يې له امريكايي لوري سره غونډې دوام درلود.
د هغه په وينا، تېر ماښام د طالبانو د مشر د سياسي مرستيال او په قطر كې د دوى د سياسي دفتر د رئيس ملا عبدالغني برادر په مشرۍ طالب پلاوي له خليلزاد، په افغانستان كې د بهرنيو ځواكونو له عمومي قوماندان جنرال سكاټ ميلر او د قطر د بهرنيو چارو له وزير سره ګډه غونډه درلوده.
شاهين يادې غونډې مثبتې بللي او په خبره يې، ښه پرمختګ په كې شوى دى.
دا په داسې حال كې ده، چې خليلزاد په دوحه كې د طالبانو له استازو سره د سولې د نهم پړاو مذاكراتو تر پاى ته رسولو وروسته كابل ته سفر وكړ او د ملي يووالي حكومت له مشرانو سره يې د امريكا او طالبانو ترمنځ د سولې هوكړه ليك مسوده شريكه كړه.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA