ads

په فراه كې د وسله والو طالبانو له يوه زندانه ۱۳ تنه خوشې شول

د ملي امنيت عمومي رياست ځانګړو ځواكونو په فراه كې د عملياتو په مهال د وسله والو طالبانو له يوه زندانه ۱۳ تنه خوشې كړي دي. دغه رياست نن د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي، دا عمليات په بكوا ولسوالۍ كې د طالبانو پر يوه زندان ترسره شول، چې په ترڅ كې يې د […]

نویسنده: hewadpal
15 وږی 1398
په فراه كې د وسله والو طالبانو له يوه زندانه ۱۳ تنه خوشې شول

د ملي امنيت عمومي رياست ځانګړو ځواكونو په فراه كې د عملياتو په مهال د وسله والو طالبانو له يوه زندانه ۱۳ تنه خوشې كړي دي.
دغه رياست نن د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي، دا عمليات په بكوا ولسوالۍ كې د طالبانو پر يوه زندان ترسره شول، چې په ترڅ كې يې د پنځو پوليسو په ګډون ۱۳ تنه له دې زندانه ازاد شول.
د سرچينې په خبره، عمليات كوونكو ځواكونو يو طالب وسله وال هم نيولى دى.
په خبرپاڼه كې راغلي، چې ياد زندان د سيف الله په نوم د طالبانو د يوې ۵۰ كسيزې ډلې د قوماندان اړوند و.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې تړاو خپل نظر نه دى څرګند كړى.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA