د فراه امنيتي مسوولين وايي، وسله والو طالبانو نن سهار له څو خواوو د دغه ولايت پر مركز بريد كړى او هلته جګړه اوس هم دوام لري.
د فراه د امنيه قوماندانۍ وياند محب الله محب كليد ته وويل، د فراه ښار په څنډو كې څو كلي طالبانو نيولي او دمګړۍ جګړه په باغ پل سيمه كې روانه ده او طالبان د شاتګ په حال كې دي.
د ده په وينا، په مخامخ جګړې او د غوڅ ملاتړ ماموريت ځواكونو په هوايي بريدونو كې تر دا مهاله له ۳۰ زياتو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
په ورته وخت كې د فراه ښار اوسېدونكو ويلي، چې طالبانو د دې ښار په څنډه كې د ملي اردو د جلب او جذب مركز نيولى او اوسمهال د فراه د امنيه قوماندانۍ په شاوخوا كې جګړه دوام لري.
وسله والو طالبانو بيا ادعا كړې، چې پر فراه ښار د دوى په بريد كې ګڼ شمېر افغان سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ