د كورنيو چارو وزارت وايي، د ميدان وردګ لپاره د وسله والو طالبانو د سرې قطعې قوماندان عاصم تېر مازديګر د دغه ولايت په نرخ ولسوالۍ كې د امنيتي ځواكونو د روانو تصفيوي عملياتو په ترڅ كې وژل شوى دى.
د ياد وزارت وياند نصرت رحيمي پر خپله فېسبوك پاڼه ليكلي، چې په نرخ ولسوالۍ كې له څو ورځو راهيسې د افغان ځواكونو تصفيوي عمليات دوام لري، چې تر دا مهاله په كې د دې ولسوالۍ لپاره د طالبانو د نومول شوي ولسوال ملا قيوم مشهور په عبيده او ځينو نورو مهمو كسانو په ګډون ۲۲ طالبان وژل شوي او ۱۱ تنه نور ټپيان دي.
د هغه په وينا، عمليات كوونكو سرتېرو د طالبانو يو شمېر وسلې او مهمات هم له منځه وړي دي.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.