slideshow

57
۱۵ وږی ۱۳۹۸
لیکونکی: محمد شفيق هېوادپال

په هرات كې د انځرو حاصلات ۲۵ فيصده زيات شوي


د هرات د كرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ رياست مسوولين په دې ولايت كې د انځرو د حاصلاتو زياتېدو خبر وركوي.
د ياد رياست د كرنيزو چارو آمر بشير احمد احمدي كليد ته وويل، په هرات كې پر شاوخوا ۳۳۰ هكټاره ځمكې د انځرو باغونه موجود دي.
د هغه په وينا، له دغو باغونو سږ كال ۶۲۰۰ مټريك ټنه انځر ترلاسه شوي، چې د تېر كال په پرتله ۲۵ فيصده زياتوالى ښيي.
احمدي زياته كړه، ۴۰ فيصده انځر په تازه بڼه د هرات او ګاونډيو ولايتونو بازارونو ته وړاندې كېږي او ۶۰ فيصده يې پروسس كېږي او وچېږي.
د نوموړي په خبره، اوسمهال په هرات كې يو كيلو ګرام انځر له ۵۰ تر ۸۰ افغانيو پورې پلورل كېږي.
د هرات د كرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ رياست مسوولين په داسې حال كې هلته د انځرو د حاصلاتو زياتېدو خبر وركوي، چې باغ لرونكي د سړو خونو د نشتوالي، د صادراتو زمينې د نه برابرېدو او كرنيزو حاصلاتو ته د حكومت د نه پاملرنې په اړه شكايت لري.

 

شریکول
ایمیل *
نوم *
ستاسو څرګندونې *