ads

والټز: وسله وال طالبان په افغانستان كې د سولې ټينګېدو ته لېواله نه دي

د امريكا د پارلمان يو غړى په كابل ښار كې د وسله والو طالبانو وروستيو بريدونو ته په اشارې وايي، دا ډله په افغانستان كې د سولې ټينګېدو ته لېواله نه ده. د جمهوري غوښتونګي ګوند غړي او د فلوريډا ايالت استازي مايكل والټز د پنجشنبې په ورځ په يوه مركه كې ويلي، طالبانو هېڅ […]

نویسنده: hewadpal
15 وږی 1398
والټز: وسله وال طالبان په افغانستان كې د سولې ټينګېدو ته لېواله نه دي

د امريكا د پارلمان يو غړى په كابل ښار كې د وسله والو طالبانو وروستيو بريدونو ته په اشارې وايي، دا ډله په افغانستان كې د سولې ټينګېدو ته لېواله نه ده.
د جمهوري غوښتونګي ګوند غړي او د فلوريډا ايالت استازي مايكل والټز د پنجشنبې په ورځ په يوه مركه كې ويلي، طالبانو هېڅ داسې اقدام نه دى ښودلى، چې په افغانستان كې د سولې ټينګېدو ته د دغې ډلې رښتينې لېوالتيا څرګنده كړي.
نوموړي دې ته په اشارې، چې امريكا په افغانستان كې د سولې ټينګېدو او د اوږدې او لوړ لګښت لرونكې جګړې د پاى ته رسېدو غوښتونكې ده زياته كړې، چې د سولې هڅې بايد يو دم د افغانستان د پرېښودلو په معنا نه وي.
په همدې حال كې والټز د افغانستان د سولې لپاره د امريكا د بهرنيو چارو وزارت له ځانګړي استازي زلمي خليلزاد څخه غوښتي، چې له طالبانو سره د سولې هوكړه ليك په اړه د معلوماتو وركولو لپاره په روانه ميلادي مياشت كې د امريكا د پارلمان د بهرنيو اړيكو كمېټې ته حاضر شي، كنه دغه كمېټه به د هغه د حاضرولو لپاره له نورو لارو چارو ګټه پورته كړي.
دا په داسې حال كې ده، چې ټايم مجلې د ځينو باوري سرچينو له قوله راپور خپور كړى، چې په كې راغلي، د امريكا د بهرنيو چارو وزير مايك پمپيو ويلي، چې له طالبانو سره د سولې هوكړه ليك نه لاسليكوي، ځكه دا ډله دې هوكړه ليك ته ژمنه نه معلومېږي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA