slideshow

54
۱۵ وږی ۱۳۹۸
لیکونکی: محمد شفيق هېوادپال

قطر د فوټبال په لوبه كې افغانستان ته ستره ماتې وركړه

Image processed by CodeCarvings Piczard ### FREE Community Edition ### on 2019-09-05 18:47:14Z | |

د افغانستان د فوټبال ملي لوبډلې نړيوال او اسيا جامونو ته د لارموندنې په سياليو كې خپله لومړۍ لوبه د قطر د لوبډلې په وړاندې وبايلله.
دا لوبه تېره شپه په قطر كې ترسره شوه او كوربه هېواد وتوانېد، چې افغانستان ته په شپږ – صفر پايلې سره ماتې وركړي.
المعز علي درې او حسن، عبدالكريم او بوعالم هر يوه د قطر د فوټبال ملي لوبډلې په ګټه يو – يو ګول وواهه.
ټاكل شوې افغان لوبډله په يادو سياليو كې د خپلې دوهمې لوبې په مهال، چې د راتلونكې سې شنبې په ورځ د تاجكستان په پايتخت دوشنبې ښار كې ترسره كېږي، د بنګله دېش د لوبډلې كوربه توب وكړي.
افغانستان د فوټبال نړيوال او اسيا جامونو ته د لارموندنې په سياليو كې له قطر، عمان، بنګله دېش او هند سره په E ګروپ كې شامل دى.

شریکول
ایمیل *
نوم *
ستاسو څرګندونې *