د سوډان د انتقالي حكومت لومړي وزير عبدالله حمدوك د دغه هېواد د كابينې ۱۸ غړي معرفي كړل.
په سوډان كې د مخالفينو د ايتلاف او اردو د هوكړې له مخې، انتقالي حكومت به د درېيو كلونو لپاره واك په لاس كې ولري او وروسته به هلته د جمهوري رياست ټاكنې ترسره شي.
حمدوك پرون د انتقالي حكومت د كابينې د ۱۸ وزيرانو نومونه اعلان كړل، چې په كې اسماء محمد عبدالله د لومړۍ ښځې په توګه د سوډان د بهرنيو چارو وزيره معرفي شوه.
د سوډان د انتقالي حكومت لومړي وزير د كابينې جوړېدل د خپل هېواد په تاريخ كې نوى پړاو ياد كړ او ويې ويل، د سولې ټينګېدو لپاره شرايط برابر شوي او د دې حكومت تر ټولو مهم لومړيتوب د جګړې پاى ته رسول دي.


