د لويې څارنوالۍ له لوري د جلال اباد ښار د وړمې شپې پېښې د څېړلو په هدف، چې په كې څلور وروڼه وژل شوي، ټاكل شوى پلاوى نن سهار ننګرهار ته ورسېد.
د دې ادارې وياند جمشېد رسولي كليد ته وويل، ياد پلاوى به د دغې پېښې څرنګوالى وڅېړي.
هغه زياته كړه، كه چا هلته سرغړونه كړې وي او يا يې د قانون خلاف عمل ترسره كړى وي، جدي او قانوني چلند به ورسره وشي.
د ننګرهار د ملي امنيت رياست اړوند د صفر دوه قطعې ځواكونو د پنجشنبې په شپه د دې ولايت په مركز جلال اباد ښار کې د عملياتو په مهال د يوې کورنۍ څلور غړي، چې سره وروڼه وو، په دې نوم ووژل، چې ګواكې د داعش ډلې غړي وو.
خو ځايي اوسېدونكي بيا ياد وژل شوي كسان ملكي وګړي بولي.
ولايتي اداره هم مني، چې عمليات كوونكو ځواكونو د يوې کورنۍ څلور غړي وژلي دي.
جمهور رئيس محمد اشرف غني په ننګرهار کې د ملکي وګړو له وژل کېدو وروسته د ملي امنيت د عمومي رئيس محمد معصوم ستانکزي استعفا ومنله.
نوموړي وويل، د دولت د لومړي مسوول په توګه ورته د هېڅ ملکي وګړي وژل د منلو وړ نه دي او غواړي د وسله وال پوځ د اعلی سرقوماندان په توګه دا پېښه تر اخره جدي تعقيب کړي.


