ads

الكوزى: د سولې هوكړه ليك مسوده دې د جمهوري رياست ټاكنو له كانديدانو سره شريكه شي

د جمهوري رياست ټاكنو كانديد محمد ابراهيم الكوزى وايي، هغه سوله نه مني، چې له جزياتو يې خبر نه وي. نوموړي نن په يوه غونډه كې د افغانستان د سولې لپاره د امريكا د بهرنيو چارو وزارت له ځانګړي استازي زلمي خليلزاد څخه وغوښتل، چې له طالبانو سره د سولې هوكړه ليك مسوده د جمهوري […]

نویسنده: hewadpal
15 وږی 1398
الكوزى: د سولې هوكړه ليك مسوده دې د جمهوري رياست ټاكنو له كانديدانو سره شريكه شي

د جمهوري رياست ټاكنو كانديد محمد ابراهيم الكوزى وايي، هغه سوله نه مني، چې له جزياتو يې خبر نه وي.
نوموړي نن په يوه غونډه كې د افغانستان د سولې لپاره د امريكا د بهرنيو چارو وزارت له ځانګړي استازي زلمي خليلزاد څخه وغوښتل، چې له طالبانو سره د سولې هوكړه ليك مسوده د جمهوري رياست ټاكنو د كانديدانو له شورا سره شريكه كړي.
الكوزي خبردارى وركړ، چې د جمهوري رياست ټاكنو د كانديدانو شورا به مهنډسي شوو ټاكنو ته اجازه ورنه كړي.
دا په داسې حال كې ده، چې خليلزاد كابل ته د خپل سفر په مهال له طالبانو سره د سولې هوكړه ليك مسوده د ملي يووالي حكومت له رهبرۍ سره شريكه كړه.
ارګ وايي، د يادې مسودې د جزياتو له ارزونې وروسته به خپل نظر د افغانستان د سولې لپاره د امريكا د بهرنيو چارو وزارت له ځانګړي استازي سره شريك كړي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA