ads

دفاع وزارت: د پلخمري ښار د تصفیې لپاره عملیات پیل شول

له وسله والو طالبانو څخه د بغلان د مرکز پلخمري ښار د پاکولو لپاره عملیات پیل شوي. دفاع وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، چې له وسله والو مخالفینو څخه د بغلان ولایت د پلخمري ښار د پاکولو په هدف هوایي عملیات پیل شول. د دفاع وزارت په دغه اعلامیه، چې تېره شپه […]

نویسنده: Mohammad Khan barial
14 وږی 1398
دفاع وزارت: د پلخمري ښار د تصفیې لپاره عملیات پیل شول
پلخمري ښار

له وسله والو طالبانو څخه د بغلان د مرکز پلخمري ښار د پاکولو لپاره عملیات پیل شوي.
دفاع وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، چې له وسله والو مخالفینو څخه د بغلان ولایت د پلخمري ښار د پاکولو په هدف هوایي عملیات پیل شول.
د دفاع وزارت په دغه اعلامیه، چې تېره شپه خپره شوې، راغلي چې تېر ماښام اووه بجې د پلخمري ښار په حومه سیمه کې پر وسله والو طالبانو هوایي بریدونه پیل شول، چې په دغو عملیاتو کې د وسله والو طالبانو د دوو لوړپوړو قومندانانو په ګډون ۱۷ وسله وال مخالفین وژل شوي دي.
په اعلامیه کې راغلي چې په یادو عملیاتو کې د وسله والو طالبانو د وسلو یوه زېرمه او نور مهمات له منځه وړل شوي دي.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
د بغلان پر پلخمري ښار څلور ورځې وړاندې د وسله والو طالبانو له لوري له درېیو خواوو بریدونه وشول، چې د امنیتي ځواکونو له کلک مقاومت سره مخ شول.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA