د سعودي عربستان پر ایتلاف د یمن د وسله والو ځواکونو په برید کې ۳۰ کسان وژل شوي.
راپورونه وایي، د یمن وسله والو ځواکونو د سعودي عربستان پر ایتلاف ځواکونو برید کړی، چې په ترڅ کې یې د یاد ایتلاف ۳۰ سرتیري وژل شوي دي.
دا راپورونو له مخې، دغه توغنديز برید د سعودي عربستان د ایتلاف د دوامداره بریدونو په ځواب کې شوی دی.
د یمن له لوري دغه برید پر داسې مهال ترسره کېږي چې د سعودي په رهبرۍ ایتلاف ځواکونو تېره ورځ د یمن پر پایتخت صنعا توغندي برید وکړ.
د سعودي عربستان او د یمن د وسله والو مخالفینو تر منځ په پنځه کلنه جګړه کې ۱۴۰ زره یمني وګړي وژل شوي او په زرګونه نور ټپیان شوي دي.


