د پکتیکا ولایت اوسېدونکي وايي، که امریکا او طالبان په رښتیني توګه غواړي چې په افغانستان کې روانۍ جګړې ته د پای ټکی کېږدي، نو تر ټولو لومړی دې د سولې په خبرو کې پر اوربند هوکړه وکړي.
دوی وايي، د سولې خبرې اوږد پړاو ته تللي او کله چې هم دا خبرې یوې پایلي ته په نږدي کېدو شي، امریکا او طالبانو بریدونو او چاودنو ته زور ورکړي.
هغوی څرګندوي چې اوربند د سولې خبرو راتلونکو پړاوونو ته زمینه برابروي او د سلګونه هېوادوالو د مرګ ژوبلې مخه نیسي.
عامر سلطان وايي د طالبانو او امریکايي استازو تر منځ د سولې خبرې ممکن نورو پړاوونو ته هم لاړي شي .
دی وايي، د سولې خبرو سره هم مهاله هره ورځ په هېواد کې چاودنې او بریدونه ترسره کېږې، چې د لسګونه افغانانو ژوند اخلي.
هغه غوښتنه کوي چې د سولې په روانو خبرو کې باید لومړی اوربند وشي، دا به د سولې خبرو راتلونکو پړاوونو ته زمینه برابره کړي او هم به د راتلونکو ټاکنو پر شفافیت اغیزه ولري.
محمد سلیم سيلاب له کلید سره په خبرو کې وویل، د لسګونه ملکي او نظامي کسانو وژنه د همدې جګړې پایله ده، دا څه نه یوازې دا چې کمېږې نه، بلکې ورځ تر بلې په ډېرېدو دي.
دی وايي د سولې په خبرو کې پر نورو مهمو مواردو سربېره که اوربند ته لومړیتوب ورکړل شي، خبرې به د خلکو له تاوده هر کلي سره مخ شي.
قومي مخور محمد خان کټوازی څرګندوي، که د جنګ ښکېل اړخونه په چاودنو او بریدونو د امتیاز غوښتنه کوي، دا به له افغانانو سره ظلم او د سولې خبرو په رښتینولي شک وي.
دی وايي، هر څومره ژر چې کېږي، باید د افغانستان لپاره د سولې خبرې یوې پایلي ته ورسېږې او که لومړیتوب اوربند ته ورکړل شي، دا پروسه خپله د بریالیتوب لور ته نېږدي کیږې.
د پکتیکا یو بل اوسېدونکي دینارخېل نظامي کلید ته وویل، د سولې له خبرو سره هم مهاله د بمباریو او چادونو ترسره کېدل خلک د سولې پر خبرو شکي کوي.
هغه وویل، د تېر کوچني اختر پر مهال درې ورځنی اوربند تاریخي و، افغانانو وښوده چې څومره له جنګ څخه ستړي او څومره سولې ته لېوال دي.
د یادولو وړ ده چې د طالبانو او امریکايي استازي زلمي خلیلزاد ترمنځ د سولې خبرو له نهم پړاوو، وروسته هم دواړه لوري کومي څرګندي پایلې ته نه دي رسیدلي او کېداي شي په راتلونکو پړاوونو کې ورباندي بحث او خبرې وشي.


