ads

افغان مېرمنې د سولې پر پېچلي بهير اندېښمنې دي

افغان مېرمنې د امريکا او طالبانو ترمنځ پر شوې هوکړه اندېښنې لري او وايي، چې دغه هوکړه پېچلې بڼه لري او باید د یادې هوکړې په اړه وضاحت ورکړل شي. د افغان مېرمنو سيمه ييزې شبکې او د ښځو د عدالت غوښتنې کمېټې په مشرۍ لسګونه مېرمنو د پنجشبنې په ورځ د يوې ګډې خبري […]

نویسنده: Mohammad Khan barial
14 وږی 1398
افغان مېرمنې د سولې پر پېچلي بهير اندېښمنې دي
زنان افغانستان

افغان مېرمنې د امريکا او طالبانو ترمنځ پر شوې هوکړه اندېښنې لري او وايي، چې دغه هوکړه پېچلې بڼه لري او باید د یادې هوکړې په اړه وضاحت ورکړل شي.
د افغان مېرمنو سيمه ييزې شبکې او د ښځو د عدالت غوښتنې کمېټې په مشرۍ لسګونه مېرمنو د پنجشبنې په ورځ د يوې ګډې خبري غونډې په ترڅ کې له افغان حکومت څخه غوښتنه وکړه، چې له قيد او شرط پرته دې له طالبانو سره په يو اوربند سلا وکړي.
د افغان مېرمنو د سيمه ييزې شبکې غړې حميرا ثاقب په دغه غونډه کې امريکا ته په اشارې سره ټېنګار وکړ، هېڅ اړخ دا واک نه لري چې د افغانستان د اساسي قانون او د افغانستان د نظام پر څرنګوالي بحث وکړي.
نوموړې زياته کړه، چې د افغان سولې پر وړاندې افغان حکومت او امريکا څرکنده تګلاره نه لري او له همدې کبله افغانان سخت اندېښمن شوي دي.
په همدې حال کې د افغان ښځو لپاره د عدالت غوښتنې کمېټې مشره زرقا يفتلي بيا له افغان حکومت څخه غواړي، چې د امريکا او طالبانو تر منځ د سولې د هوکړې لپاره خپلې اندېښنې له خلکو سره شريکې کړي.
د سولې لپاره پر افغان حکومت پر داسې مهال نېوکې کېږي، چې د حکومتي چارواکو په وينا افغان حکومت هم په همدې اړه جدي اندېښنې لري.
په ستراتيژيکو برخوکې د جمهور رييس غني ستر سلاکار وحيد عمر د پنجشنبې په ورځ په يوه خبري غونډه کې وويل، چې د سولې په اړه د افغانستان حکومت هم په پراخه کچه اندېښنې لري.
نوموړي هیله څرګنده کړه، چې زلمی خلیلزاد به د افغان حکومت غوښتنې په پام کې ونیسي.
د جمهور رييس غني د وياند په وينا، اوربند، بين الافغاني مذاکرات، له پاکستان او نورو ترهګريزو ډلو سره د طالبانو پرېکون، هغه اختلافي ټکي دي چې د افغانستان حکومت ته يې اندېښنې را ولاړې کړي دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA