ads

په پکتیکا کې واکسین ته د هڅونې په هدف پر دېوالونو کمپاین پیلېږي

د پولیو واکسین د عامه پوهاوي په هدف پر دېوالونو لیکني او تصویرونه لیکل کېږي. د پکتیکا ولایت د عامي روغتیا ریاست په چوکاټ کې د یونیسف موسیسې په مالي مرسته د ښار په بېلابېلو ځایونو کې پر دېوالونو لیکنې او ځينې تصویرونه لیکل کېږي. مسولین وايي، په دې کار سره غواړي خلکو ته د […]

نویسنده: Mohammad Khan barial
13 وږی 1398
په پکتیکا کې واکسین ته د هڅونې په هدف پر دېوالونو کمپاین پیلېږي
د پولیو واکسین لپاره کمپاین

د پولیو واکسین د عامه پوهاوي په هدف پر دېوالونو لیکني او تصویرونه لیکل کېږي.
د پکتیکا ولایت د عامي روغتیا ریاست په چوکاټ کې د یونیسف موسیسې په مالي مرسته د ښار په بېلابېلو ځایونو کې پر دېوالونو لیکنې او ځينې تصویرونه لیکل کېږي.
مسولین وايي، په دې کار سره غواړي خلکو ته د پولیو واکسین ارزښت په ډاګه کړي.
د پکتیکا ځايي خلک غوښتنه کوي چې د ښارونو تر څنګ دې دا لیکني او تصویرونه په کلیوالي سیمو کې هم ولګل شي، تر څو نا خبره خلک ترې خبر شي.
د پکتیکا ولایت د عامي روغتیا رییس ډاکټر عبدالهادي هاشمي کلید ته وویل، پولیو وژونکې ناروغۍ ده او په اوس وخت کې اړتیا لیدل کېږې، چې خلک باید ترې خبر او خپل ټول ماشومان واکسین کړي.
ده وویل، د نورو بېلابېلو پروګرامونو تر څنګ يې دا ځل د عامه پوهاوي کمپاین د لیکنو او تصویرونو له لارې پیل کړ، چې په وینا يې اغېزه به يې ښه وي.
په پکتیکا کې د یونیسف موسیسې د عامه پوهاوي برخې مسول قاري عبدالولي وايي، دغه موارد په نورو ولایتونو کې تجربه شوي او د ښې پایلې له ورکړې وروسته يې په دغه ولایت کې پیل کړي دي.
هغه وویل، له دې لارې به هم ډېر خلک د واکسین پر ارزښت پوه شي، پوهاوی به يي زیات او پر شرایطو برابر ماشومان به له واکسین څخه بې برخې نه کړي.
پر همدي مهال د پکتیکا یو تن قومي مشر حاجي سیدالله وايي، د ښار خلک تر ډېره له دا ډول پروګرامونو سره اشنايي لري او پوهاوی يې د لېرې پرتو سیمو د خلکو په پرتله ډېر دی.
هغه څرګنده کړه د ښار پر واټونو او دېوالونو سربېره که دا څه کلیوالي سیمو او لېرې پرتو ځایونو ته ولېږدول شي، تر ډېره به نا خبره خلک ترې خبر شي.
د یادولو وړ ده چې د پولیو ناروغۍ د مخنیوي او د عامه پوهاوي ډېر پروګرامونه اوس مهال په پکتیکا کې جریان لري او لسګونه مسولین په دې برخه کې بېلابېل مسولیتونه پر مخ وړي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA