ads

په پاکستان کې دوه ځانمرګي بریدګر وژل شوی

د پاکستان د امنیتي ځواکونو او وسله والو مخالفینو تر منځ په نښته کې ۶ وسله والو مخالفین وژل شوي. د پاکستان امنیتي چارواکي خبر ورکوي چې نن چهار شنبه د پاکستان په کویټې ښار کې ۶ وسله وال د پاکستانیو ځواکونو په عملیاتو کې وژل شوي دي. د پاکستان د امنیتي چارواکو په وینا، […]

نویسنده: Mohammad Khan barial
13 وږی 1398
په پاکستان کې دوه ځانمرګي بریدګر وژل شوی
پاکستاني ځواکونه

د پاکستان د امنیتي ځواکونو او وسله والو مخالفینو تر منځ په نښته کې ۶ وسله والو مخالفین وژل شوي.
د پاکستان امنیتي چارواکي خبر ورکوي چې نن چهار شنبه د پاکستان په کویټې ښار کې ۶ وسله وال د پاکستانیو ځواکونو په عملیاتو کې وژل شوي دي.
د پاکستان د امنیتي چارواکو په وینا، دغو وسله والو غوښتل په کویټې ښار کې ځانمرګي بریدونه ترسره کړي.
په یادو عملیاتو کې ملکي وګړو ته د اوښتې مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ویل شوي.
پاکستان تل د تروریستي ډلو پر ملاتړ تورن دی، خو دغه هېواد بیا دغه تورونه ردوي او وایي چې دوی خپله د تروریزم قراني دي.
په پاکستان کې دغه وسله وال پر داسې مهال وژل کېږي، چې په دې وروستیو کې د یاد هېواد امنیتي حالت تر بل هر وخت خراب شوی دی.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA