د يو انلاين سيسټم د ټولپوښتنې پايله په ډاګه کوي چې د افغانستان ۷۶ فیصده خلک د جمهوري رياست په ټاکنوکې ګډون کوي.
د افغانستان د جمهوري رياست ټاکنو له را رسېدو سره سم داسې هڅې پيل شوي دي، چې د ټاکنو پر وړاندې د خلکو لېدلوري او نظريات ارزوي.
د څېړنې او ارزونې ټولنيز بنسټ د چهارشنبې پر ورځ په افغانستان کې خپل ورته تکنالوژيکي نوښت له رسنيو سره شريک کړ.
د دغه سازمان مسوولينو وويل، چې د افغانستان د جمهوري رياست ټاکنو پر وړاندې د خلکو د لېدلوري د ارزونې په هدف يې دا کار کړی دی.
د دغه سازمان د اړېکو مسوول نويد رحماني وويل، د دغه کار هدف دا دی چې په افغانستان کې رڼو او عادلانه ټاکنو ته زمينه برابه شي.
نوموړي زياته کړه چې تراوسه په دغه انلاين سيسټم کې ۷۶.۷ فیصده خلکو ويلي چې د افغانستان د جمهوري رياست په ټاکنو کې ګډون کوي او ۲۲ فیصده نور يې ويلي چې راتلونکو ټاکنوکې به ګډون ونه کړي.
په افغانستان کې پر ټاکنو څارونکي بنسټونه هم وايي، چې د نړۍ په کچه د انلاين سيسټمونو له لاري خلک ټاکنو ته هڅول کېږي او دغې چارې په افغانستان کې هم ښه نتیجه ورکړې.
د افغانستان د رڼو او عادلانه ټاکنو بنسټ (فيفا) مشر يوسف رشيد کليد ته وويل، دا انلاين سيسټم کولی شي خلک د جمهوري رياست ټاکنو ته وهڅوي؛ خو نوموړي اندېښنه څرګنده کړه چې د جمهوري رياست ټاکنو لپاره لا تراوسه د کاندېدانو ترمنځ اجماع نه ده رامنځته شوې.
په ورته وخت کې د ټاکنو خپلواک کمېسيون هم له داسې هڅې هرکلی کوي، چې د جمهوري رياست ټاکنو لپاره خلک هڅول کېږي.
د ټاکنو خپلواک کمېسيون مرستيال وياند ذبيح الله سادات کليد ته وويل، چې د ټاکنو په درشل کې بايد ټول بنسټونه، رسنۍ او عام خلک هڅه وکړي، چې ټاکنيز چاپېریال جوړ کړي او خلک د جمهوري رياست ټاکنو ته وهڅوي.
سادات زياته کړه، چې د ټاکنو خپلواک کمېسيون د رڼو او عادلانه ټاکنو لپاره بشپړ چمتوالی لري.
ټاکل شوې د افغانستان د جمهوري رياست ټاکنې د روان کال د تلې په شپږمه نېټه ترسره شي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


