ads

د ننګرهار د ولایتي شورا غړي د جمهوري یاسټ ټاکنو ته اندېښمن دي

د ننګرهار د ولایتي شورا غړي د راتلوونکو جمهوري ریاست ټاکنو ترسره کېدو په اړه اندېښنه لري. د ولایتي شورا غړي وایي، ددغه ولایت په ګڼو سیمو کې ناامنۍ دي او امکان شته چې ټاکنې له ستونزو سره مخ کړي. بل لور ته ولایتي چارواکي وایي، د ننګرهار په ټولو ولسوالیو کې به ټاکنې کېږي […]

نویسنده: Mohammad Khan barial
13 وږی 1398
د ننګرهار د ولایتي شورا غړي د جمهوري یاسټ ټاکنو ته اندېښمن دي
ټاکنې

د ننګرهار د ولایتي شورا غړي د راتلوونکو جمهوري ریاست ټاکنو ترسره کېدو په اړه اندېښنه لري.
د ولایتي شورا غړي وایي، ددغه ولایت په ګڼو سیمو کې ناامنۍ دي او امکان شته چې ټاکنې له ستونزو سره مخ کړي.
بل لور ته ولایتي چارواکي وایي، د ننګرهار په ټولو ولسوالیو کې به ټاکنې کېږي او هېچا ته به اجازه ورنه کړي، چې د جمهوري ریاست ټاکنې له ګواښ سره مخ کړي.
ولسي استازی سهراب قادري د هېواد پر نورو ولایتونو سربېره په ننګرهار کې د ولسمشرۍ د ټاکنو ترسره کېدل ستونزمن بولي او په وینا یې چې اوسمهال د یاد ولایت ۶۰ فیصده خاوره د دولت د وسله والو مخالفینو په لاس کې ده، چې په کې د ټاکنو ترسره کېدل ناشوني دي.
قادري په ولایتي ادارې هم نیوکه کوي، چې تراوسه یې له ولسي استازو سره د انتخاباتو په اړه سلا مشوره نه ده کړې، چې له کبله یې د ولایتي ادارې او ولسي استازو ترمنځ واټن رامنځته شوې دی.
ننګرهار میشتي د ټاکنو ترسره کېدل یوه ملي پروسه بولي او له خلکو غوښتنه کوي چې په ټاکنو کې دې پراخ ګډون وکړي او داسې چا ته دې رایه ورکړي چې د ولس په درد درمن وي.
خو بل لور ته ولایتي چارواکي بیا د ننګرهار په ټولو ولسوالیو کې د جمهوري ریاست انتخاباتو د ترسره کېدو خبر ورکوي او وایي، ځینې اندېښنې په حصارک او شېرزادو ولسوالیو کې شته، چې دوی د له منځه وړلو لپاره هڅه کوي.
د ولایت ویاند عطاالله خوږیاڼي کلید وویل، د ټاکنیزو مبارزو د ښه ترسره کېدو لپاره یې په دغه ولایت کې د پولیسو ۱۰۰ کسیزه قطعه جوړه کړې او هېچا ته به اجازه ورنه کړي، چې ټاکنو کې لاسوهنه وکړي او یا یې له خنډ سره مخ کړي.
پر همدي مهال د فیفا ولایتي غړی اسدالله لاروی وایي، په ننګرهار کې یې د ټاکنو ترسره کیدو لپاره لویه اندیښنه په ښار او ولسوالیو کې ناامني او د خلکو له لوري په ټاکنو کې د ګډون نه لېوالتیا ده.
په ورته مهال بیا د ننګرهار ټاکنو کمېسیون رییس ذبیح الله وګړی په یاد ولایت کې د ټاکنو ترسره کېدو لپاره د بشپړ چمتوالي خبر ورکوي او وایي، د ننګرهار په ۳۹۳ ټاکنیزو مرکزونو کې به په خپل وخت ټاکنې کېږي.
ټاکل شوې د جمهوري ریاست ټاکنې د تلې میاشتې په شپږمه نېټه ترسره شي.
دانتخاباتو د خپلواک کمېسیون د معالوماتو له مخې د ټاکنو لپاره ۱۴۹ میلیونه ډالره په پام کې نیول شوي، چې د دغو پېسو ۹۰ میلیونه یې افغان حکومت او پاتې ۵۹ میلیونه یې د نړیوالې ټولنې له خوا ورکول کېږي

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA