ads

د خاص ارزګان پر امنيه قوماندانۍ دوه موټر بم بريدونه شوي دي

افغان چارواکي وايي تېره شپه وسله والو طالبانو د ارزګان د خاص ارزګان پر امنيه قوماندانۍ د دوو هاموي ټاکنو په وسیله برید کړی دی. سيمه ييز امنيتي چارواکي اندېښنه ښيي، که مرستندویه ځواک ولسوالۍ ته ونه رسيږي، یاده ولسوالۍ به د وسله والو طالبانو له لوري سقوط شي. خو ولايتي چارواکي بیا زياته وي، […]

نویسنده: Mohammad Khan barial
13 وږی 1398
د خاص ارزګان پر امنيه قوماندانۍ دوه موټر بم بريدونه شوي دي
په ارزګان کې د عملیاتو دوام

افغان چارواکي وايي تېره شپه وسله والو طالبانو د ارزګان د خاص ارزګان پر امنيه قوماندانۍ د دوو هاموي ټاکنو په وسیله برید کړی دی.
سيمه ييز امنيتي چارواکي اندېښنه ښيي، که مرستندویه ځواک ولسوالۍ ته ونه رسيږي، یاده ولسوالۍ به د وسله والو طالبانو له لوري سقوط شي.
خو ولايتي چارواکي بیا زياته وي، چې د جګړي کابو کولو لپاره يې هوايي ځواکونه لېږلي دي.
د خاص ارزګان امنيه قوماندان ملاصمد وايي، تېره شپه وسله والو طالبانو لومړی د يادې ولسوالۍ پر امنيه قوماندانۍ د دوو هاموي ټانګونو په واسطه برید وکړ، چې پرمهال يې د امنيه قوماندانۍ زياتې برخې له منځه وړل شوې او په دغه پېښه کې ۴ افغان سرتيري وژل شوي او ۸ نور ټپیان شوي دي.
د ولسوالۍ د امنيه قوماندان په خبره، په دې ولسوالۍ کې د وسلو ډيپو او د احاطې د ېوال په بشپړ ډول له منځه وړل شوي دي.
قوماندان وايي، په يادو چاودونو کې يو د قرارګاه او يو د پوستې قوماندان هم وژل شوي دي.
هغه وايي، اوس هم سخت جګره روانه ده او که کومکي ځواک ونه رسېږي، ولسوالۍ به سقوط شي.
د ارزګان ولايتي چارواکي هم په خاص ارزګان کې جګړه مني، خو د سرتيرو د مرګژوبلي په اړه ناخبري ښۍ.
د ارزګان د والي سکرټر زړګۍ عبادي وايي، سيمې ته افغان هوايي ځواکونه رسېدلي او جګړه يي کابو کړي ده.
د نوموړی به خبره چې په جګړه کې ۱۳ طالبان مړه او ټپیان شوي دي.
د وسله والو طالبانو وياند قاري يوسف احمدي په خپره کړي پیغام کې ویلي، چې د ارزګان د خاص ارزګان پر امنيه قوماندانۍ د موټر بم بريد پرمهال يې په زيات شمېر افغان سرتيرو ته مرګژوبله اړولې ده.
هغه زياته وي، چې په موټر بم بريد کې د امنيه قوماندان زياتي برخي ورانې شوې دي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA