ads

په خوست کې د لومړي ځل لپاره د برېښنایي ازموینې مرکز پرانېستل شو

په خوست کې د لومړي ځل لپاره د ملکي خدمتونو او اداري اصلاحاتو په ریاست کې د ملکې ثریا په نوم د برېښنایي ازموینې مرکز پرانېستل شو. دغه مرکز، چې تېره ورځ ناوخته د خوست والي او له مرکز کابل څخه د يو شمېر ورغلو چارواکو له خوا یې پرانيسته وشوه، هدف يې په دولتي […]

نویسنده: Mohammad Khan barial
12 وږی 1398
په خوست کې د لومړي ځل لپاره د برېښنایي ازموینې مرکز پرانېستل شو
خوست د برېښنایي مرکز پرانیستنه

په خوست کې د لومړي ځل لپاره د ملکي خدمتونو او اداري اصلاحاتو په ریاست کې د ملکې ثریا په نوم د برېښنایي ازموینې مرکز پرانېستل شو.
دغه مرکز، چې تېره ورځ ناوخته د خوست والي او له مرکز کابل څخه د يو شمېر ورغلو چارواکو له خوا یې پرانيسته وشوه، هدف يې په دولتي ادارو کې د اداري فساد مخنيوی او د رڼوالي رامنځته کېدل دي.
د افغانستان د ملکي خدمتونو او اداري اصلاحاتو کمېسيون د دارالانشاء عمومي ریيس ضيا احمد عبدالرحيمزی وایي، چې د یاد مرکز په فعالیت سره به د واسطو لړۍ پای ته ورسېږي، او وړتیا لرونکي اشخاص به جذب کېږي.
نوموړي د دغه مرکز د پرانیستلو پر مهال رسنیو ته وويل له کابل، کندهار او ننګرهار څخه وروسته خوست د هېواد په کچه څلورم ولايت دی، چې د برېښنايي ازموينې مرکز په کې پرانيستل کېږي.
هغه وایي، پخوا د جذب په برخه کې زیاتې ستونزې موجودې وې، خو په خبره یې چې اوس د ستونزو د حل ترڅنګ به د ازموینې ورکوونکي د ازموینې پایله به هم په دوو ساعتونوکې معلومېږي.
دمسولینو په خبره، چې د برېښنا ازموينې په دې مرکز کې د درېيمو او څلورمو بستونو لپاره ازموينه اخيستله کېږي او تېره ورځ هم د لومړي ځل لپاره د عدليې رياست د شپږو خالي بستونو لپاره ۲۶ کسانو انلاين ازموينه ورکړه.
په ورته مهال د خوست والي محمدحليم فدايي هم وايي، چې په دې سره به په دولتي ادارو کې د شفافيت د رامنځته کېدو او د اداري فساد د مخنيوي ترڅنګ، حق هم حقدار ته سپارل کېږي.
عصت ځاځي چې د خوست د عدليې رياست د قضاياوو د ثبت بست لپاره يې ازموينه ورکوله، وويل چې دوی د دې پروسې په شفافيت پوره باور لري او هغه کسان چې دلته ازموينه ورکوي، د وړتيا له مخې به په اړونده برخو کې تقرر مومي.
دنوموړي په خبره چې اوس ځوانان اړ نه دي، چې د واسطو په پار په وکیلانو او یا نورو چارواکو پسې منډې ووهي.
د خلکو په خبره، که چېرې یاده پروسه د هېواد په نورو ولایتونو کې هم پیل شي، نو د خلکو هغه بې باوري چې د استخدام په برخه کې یې دا مهال په حکومت لري، تر یوه بریده راکمه شي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA