ads

ارزګانیان د نظامي موټرو له چتک تګه ستړي شوي

ارزګان ميشتي وايي، په مرکز ترينکوټ ښار کې د نظامي موټرونو چټک تګ يي ژوند له ګواښونو او ستونزو سره مخ کړی دی. په ورته مهال د ارزګان امنيتي مسولين بیاعام خلګ پړه بولي او په باور يې چې دوی له ترافيکي اصولو سره بلد نه دي. يوازې څو ورځې وړاندې د پوليسو د یو […]

نویسنده: Mohammad Khan barial
12 وږی 1398
ارزګانیان د نظامي موټرو له چتک تګه ستړي شوي
ارزکان ولایت

ارزګان ميشتي وايي، په مرکز ترينکوټ ښار کې د نظامي موټرونو چټک تګ يي ژوند له ګواښونو او ستونزو سره مخ کړی دی.
په ورته مهال د ارزګان امنيتي مسولين بیاعام خلګ پړه بولي او په باور يې چې دوی له ترافيکي اصولو سره بلد نه دي.
يوازې څو ورځې وړاندې د پوليسو د یو شنه موټر د تيز سرعت له کبله ټرافيکي پېښه رامنځته شوي، چې پرمهال يې يوه ښځه ووژل شوه او ترڅنګ يې يو کوچنی ماشوم او يو د پاخه عمر لرونکی سړی سخت ټپيان شول.
تر دې وړاندې هم په ترينکوټ ښار کې څو ځله د نظامي موټرو په ځانګړي توګه د ملي پوليسو د رنجر موټرونو له کبله زيات وخت ټرافيکي پېښي رامنځته شوې او عامو خلګو ته پکې مرګژوبله اوښتې ده.
د نظامي موټرونو تېز تګ د ترينکوټ ښاريان اندېښمن کړي او په وينا يې که د دغې چارې مخه ونه نيول شي او هغه کسان چې ټرافيکي اصول ته ژمنه نه وي، د قانون منګولو ته کش نه شي، نو راتلونکې کې به د ټرافيکي پېښو ګراف لوړ شي.
دغه کسان زياته وي، چې په ښار کې نظامي کسان په بي احتياطۍ موټر چلوي، چې له کبله يې ټرافيکي پېښي رامنځته کېږي.
د يادو کسانو دغه ادعاوې مو د دغه ولايت له امنيتي مسولينو سره شريکې کړې.
د ارزګان امنيه قوماندان ډګروال محمد خطاب خنجري بیا نظامي موټرچلونکو ته د سپارښتونو پر ځاي زياته وي چې عام خلګ ترافيکي اصول ته ژمن نه دي.
خنجري وايي پلان لري چې د عامو خلګو لپاره د ټرافيکي قوانينو په برخه کې د عامه پوهاوي پرګرام جوړ کړي او د عامو خلکو سره معلومات شريک کړي، چې پرعمومي لارو تګ ونه کړي.
امنيه قوماندان زياته وي چې ډېر عام خلګ دي چې په ښارد پیاده ګرځلاوسره نه پوهېږي.
داپه داسي حال کې ده چې ارزګان کې تر دي وړاندي هم خلکو له دولت څخه د موټرو د تيز سرعت د کنټرول غوښتنې کړي وي.
ترینکوټ د افغانستان هغه ولایت دی چې ساحه يې کوچنۍ او د خلګو ګڼه ګوڼه پکي زياته ده.
په ټولو کې خلک اندېښمن دي که د موټرو د تيز سرعت په برخه کې پاملرنه ونه شي، نو د ټرافيکي پيښو ګراف به خورا جګ شي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA