ads

په کابل کې پر ګرين ولېج د موټر بم بريد په غبرګون کې خلکو لاريون وکړ

په کابل کې پر ګرين ولېج ( بهرنی مېشته) سېمه کې د موټر بم بريد په غبرګون کې د سيمې خلکو لاريون وکړ او له حکومته يې غوښتنه وکړه چې د بهرنيانو دا کمپ بلې سيمې ته ولېږدوي. پر ګرين ولېج موټر بم بريد د سې شنبې په شپه شاوخوا ۱۰ بجې ترسره شو او […]

نویسنده: Mohammad Khan barial
12 وږی 1398
په کابل کې پر ګرين ولېج د موټر بم بريد په غبرګون کې خلکو لاريون وکړ
پر ګرین ولیج کمپ برید

په کابل کې پر ګرين ولېج ( بهرنی مېشته) سېمه کې د موټر بم بريد په غبرګون کې د سيمې خلکو لاريون وکړ او له حکومته يې غوښتنه وکړه چې د بهرنيانو دا کمپ بلې سيمې ته ولېږدوي.
پر ګرين ولېج موټر بم بريد د سې شنبې په شپه شاوخوا ۱۰ بجې ترسره شو او بريد تر دې کچې زورور و، چې د سيمې په يوه کلومټرۍ کې يې هم خلکو ته زيانونه اړولي دي.
د بريد پړه طالبانو منلې او د کورنيو چارووزارت د معلوماتو له مخې، په دغه بريد کې د درېيو امنيتي ځواکونو په ګډون ۱۶ کسان وژل شوي او د پنځو امنيتي ځواکونو په ګډون ۱۱۹ نور ټپيان شوي دي.
تر برېد وروسته د سې شنبې پر ورځ د سيمې خلک لاريون وکړ او له حکومت څخه يې غوښتنه وکړه چې دا کمپ يوې بلې سيمې ته ولېږدوي.
لاريون له تاوتريخوالي سره مل وه. لاريون کوونکو د بهرنيانو پر کمپ د لوټو او تیږو ګوزارونه کول او له دغه کمپ څخه پر دوی هوايي ډزې کېدې.
د لاريون کوونکو يوازينی غوښتنه داده، چې د بهرنيانو دا کمپ بايد يوې بلې سيمې ته ولېږدول شي، ځکه د دوی په وينا پر ګرين ولېج د څو پرله پسې بریدونو له کبله ډېره مرګ ژوبله ملکي وګړو ته اوښتې.
لاريون کوونکو حکومت ته سخت شرطونه وړاندې کړل او له ګډون څخه ډډه وکړي.
د کورنيو چارو وزارت هم مني چې د لاريون کوونکو د پاشلو لپاره د ګرين ولېج له کمپ څخه هوايي ډزې شوې دي؛ خو وايي د لاريون کوونکو د غوښتنو په اړه به جدي اقدامات وکړي.
د کورنيو چارو وزارت مرستيالې وياندې مروې اميني کليد ته وويل، چې عامه سيمه کې د بهرنيو کمپونو اوسېدل خلکو ته امنيتي اندېښنې را ولاړې کړي دي او د کورنيو چارو وزارت به يې په اړه جدي اقدامات وکړي.
د يادونې وړ ده، چې تر دې يوه ورځ وړاندې د افغان سولې لپاره د امريکا ځانګړی استازی زلمی خليلزاد کابل ته را ورسېد او د امريکا او طالبانو ترمنځ د خپلمنځي هوکړې په اړه یې افغان حکومت ته بشپړ جزيات وړاندې کړل؛ خو افغان حکومت د همدې هوکړې په اړه تراوسه خپل دريځ نه دی اعلان کړی.
په ورته وخت کې د افغان ځواکونو او طالبانو بریدونو هم زور اخیستی، چې تر ډېره یې ملکي کسان قرباني دي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA