په هانګ کانګ کې محصلينو د دوهمې ورځې لپاره خپل لاريون ته دوام ورکړى او له دې سره په دغه هېواد کې سياسي بحران رامنځته شوى دى.
د راپورونو پر بنسټ، له تېرې ورځې راهيسې زرګونه محصلين لارو او کوڅو ته راوتلي او د دولت په ضد شعارونه ورکوي.
لاريون كوونكو د هانګ کانګ پر مشر فشارونه ډېر کړي او د چين له حکومت يې د هانګ کانګ د مشر د استعفا پر غوښتلو نيوکه کړې ده.
د هانګ کانګ رهبر بيا د لاريون کوونکو هغه ادعا رد کړې، چې ګواګې ده د چين له حکومته د خپلې استعفا غوښتنه کړې ده.
له تېرې جون مياشتې راهيسې په هانګ کانګ کې د لاريونونو لړۍ دوام لري او لاريون كوونكي له حکومته د چين له واکمنۍ څخه د وتلو او کورواکۍ غوښتنه کوي.
ياده دې وي، چې ځايي حکومت تراوسه د لاريون کوونکو غوښتنو ته کوم مثبت ځواب نه دى ويلى.


