راپورونه وايي، په باهاما هېواد کې سخت طوفان راغلی، چې له کبله يې پنځه کسان وژل شوي دي.
د باهاما لومړي وزير د قربانيانو په اړه له جزياتو ورکولو پرته ويلي، چې دغه هېواد له يوې غمجنې پېښې سره مخ دی.
ده له ځايي اوسېدونكو غوښتنه کړې، چې په خپلو کورونو کې پاتې شي او ډاډ يې څرګند کړی، چې حکومت يې د ژغورلو هڅې کوي.
د دې ترڅنګ د امريکا حکومت په ختيځ سواحلو كې په پرتو څلورو ايالتونو کې بېړنی حالت اعلان کړی دی.
داسې وړاندوينه هم شوې، چې د ياد طوفان څپې به د امريکا په جنوب کې فلوريډا ايالت ته هم ورسېږي.


