په پروان كې د سختو بارانونو له كبله راوتلو سېلابونو خلكو ته ځاني او مالي زيانونه اړولي دي.
د دغه ولايت د والي ويانده وحيده شهكار وايي، يادو سېلابونو هلته يوه اندازه كرنيزې ځمكې او يو شمېر كورونه زيانمن كړي او په ترڅ كې يې د سالنګ په سيمه كې د كابل – شمال لويه لار د ټرافيكو پرمخ تړل شوې ده.
هغې كليد ته وويل، په جبل السراج ولسوالۍ كې د سېلابونو راوتلو په سبب دوه تنه وژل شوي او دوه نور ژوبل دي.
د شهكار په خبره، د كابل – شمال لويې لارې د بېرته پرانيستلو هڅې روانې دي.