د بدخشان په مركز فيض اباد ښار كې د ماين چاودنې د نذير محمد نيازي په نوم پخوانى جهادي قوماندان وواژه.
د كورنيو چارو وزارت وياند نصرت رحيمي وايي، د فيض اباد ښار د مخابراتو چمن په سيمه كې د فوټبال په لوبغالي كې ځاى پر ځاى شوى ماين د يكشنبې په مازديګر شاوخوا شپږ بجې او ۱۰ دقيقې وچاودېد.
د نوموړي په خبره، په دې پېښه كې يو بل ملكي وګړى ټپي شوى دى.
د يادې چاودنې مسووليت تراوسه چا پر غاړه نه دى اخيستى.