ads

رحيمي: وسله وال طالبان په پلخمري كې وځپل شول

د كورنيو چارو وزارت د هېواد د امنيتي او دفاعي ځواكونو له لوري د بغلان په مركز پلخمري ښار كې د وسله والو طالبانو د ځپلو خبر وركوي. طالبانو د يكشنبې په سهار د پلخمري ښار په درېيو برخو كې جګړه پيل كړه، چې د ځايي اوسېدونكو په وينا، تر دا مهاله دوام لري. خو […]

نویسنده: hewadpal
11 وږی 1398
رحيمي: وسله وال طالبان په پلخمري كې وځپل شول
افغان ځواکونه

د كورنيو چارو وزارت د هېواد د امنيتي او دفاعي ځواكونو له لوري د بغلان په مركز پلخمري ښار كې د وسله والو طالبانو د ځپلو خبر وركوي.
طالبانو د يكشنبې په سهار د پلخمري ښار په درېيو برخو كې جګړه پيل كړه، چې د ځايي اوسېدونكو په وينا، تر دا مهاله دوام لري.
خو د كورنيو چارو وزارت وياند نصرت رحيمي پر خپله ټويټر پاڼه ليكلي، چې طالبان له ياد ښاره د بغلان سمنټ خانې سيمې ته شړل شوي دي.
د ده په خبره، هلته د جګړې په ترڅ كې ۲۱ طالبان وژل شوي او ۱۳ تنه نور ټپيان دي.
رحيمي وايي، امنيتي سرتېرو اته طالبان نيولي هم دي.
د بغلان د مركز پلخمري ښار اوسېدونكو ويلي، چې دغه ښار ته غځېدلې لارې لا هم تړلې دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA