په لغمان کې د افغان ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ په نښته کې پنځو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
له ۲۰۱ سېلاب قول اردو څخه کليد ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، ځواکونو يې د لغمان په اليشنګ ولسوالۍ کې له طالبانو سره جګړه کړې، چې په مهال يې درې طالبان وژل شوي او دوه تنه نور ژوبل دي.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.
ځايي چارواکي وايي، په لغمان کې يې طالبان ځپلي او هم يې ترې څه موده وړاندې د عملياتو په ترڅ كې ګڼې سيمې پاکې کړې دي.


