ads

په لغمان كې ۱۱ ملكي وګړو ته مرګ ژوبله واوښته

د لغمان په اليشنګ ولسوالۍ كې پر يوه كور د هاوان مرمۍ د لګېدو له كبله ۱۱ ملكي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. د دې ولايت د والي وياند اسدالله دولتزي كليد ته وويل، دا مرمۍ تېره شپه شاوخوا اووه بجې د وسله والو طالبانو لخوا توغول شوې، چې د اليشنګ ولسوالۍ په شمسه […]

نویسنده: hewadpal
11 وږی 1398
په لغمان كې ۱۱ ملكي وګړو ته مرګ ژوبله واوښته

د لغمان په اليشنګ ولسوالۍ كې پر يوه كور د هاوان مرمۍ د لګېدو له كبله ۱۱ ملكي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د دې ولايت د والي وياند اسدالله دولتزي كليد ته وويل، دا مرمۍ تېره شپه شاوخوا اووه بجې د وسله والو طالبانو لخوا توغول شوې، چې د اليشنګ ولسوالۍ په شمسه خېلو سيمه كې د ولسي وګړو پر كور لګېدلې ده.
د نوموړي په خبره، په دې پېښه كې د يوې كورنۍ پنځه غړي وژل شوي او شپږ نور ټپيان دي.
دولتزي زياته كړه، د لغمان والي محمد اصف ننګ روغتيايي مسوولينو ته دنده سپارلې، چې د يادې پېښې د ټپيانو د درملنې لپاره نه ستړې کېدونکې هلې ځلې وکړي.
وسله والو طالبانو تر دا مهاله په دې اړه خپل نظر نه دى څرګند كړى.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA