ads

په كندوز كې ځانمرګي بريد شپږ امنيتي سرتېري ووژل

په كندوز كې ځانمرګي بريد د ملكي وګړو په ګډون ۲۱ تنو ته مرګ ژوبله واړوله. د كورنيو چارو وزارت وياند نصرت رحيمي وايي، نن له غرمې وروسته شاوخوا درې بجې يوه ځانمرګي بريد كوونكي د كندوز د لويې لارې ټولي ته نېږدې خپلو چاودېدونكو توكو ته چاودنه وركړه. د نوموړي په خبره، په دې […]

نویسنده: hewadpal
11 وږی 1398
په كندوز كې ځانمرګي بريد شپږ امنيتي سرتېري ووژل

په كندوز كې ځانمرګي بريد د ملكي وګړو په ګډون ۲۱ تنو ته مرګ ژوبله واړوله.
د كورنيو چارو وزارت وياند نصرت رحيمي وايي، نن له غرمې وروسته شاوخوا درې بجې يوه ځانمرګي بريد كوونكي د كندوز د لويې لارې ټولي ته نېږدې خپلو چاودېدونكو توكو ته چاودنه وركړه.
د نوموړي په خبره، په دې چاودنه كې شپږ امنيتي سرتېري وژل شوي او د څلورو پوليسو په ګډون ۱۵ تنه نور ټپيان دي.
د دغه ځانمرګي بريد مسووليت وسله والو طالبانو منلى او ادعا يې كړې، چې ۲۰ افغان سرتېري يې وژلي او ۳۰ تنه نور يې ژوبل كړي دي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA