ads

په غزني كې د سيمه ييزې اردو او سيمه ييزو پوليسو نهو سرتېرو ته مرګ ژوبله واوښته

د غزني په قره باغ ولسوالۍ كې د دولت د وسله والو مخالفينو د كمين په ترڅ كې نهو امنيتي سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. د دغه ولايت د والي وياند محمد عارف نوري كليد ته وويل، دا سرتېري تېره شپه ناوخته د ګزمې په مهال په خونيان سيمه كې د دولت د وسله […]

نویسنده: hewadpal
11 وږی 1398
په غزني كې د سيمه ييزې اردو او سيمه ييزو پوليسو نهو سرتېرو ته مرګ ژوبله واوښته

د غزني په قره باغ ولسوالۍ كې د دولت د وسله والو مخالفينو د كمين په ترڅ كې نهو امنيتي سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د دغه ولايت د والي وياند محمد عارف نوري كليد ته وويل، دا سرتېري تېره شپه ناوخته د ګزمې په مهال په خونيان سيمه كې د دولت د وسله والو مخالفينو له كمين سره مخ شول.
ده زياته كړه، په دې سيمه كې په جګړه كې د سيمه ييزې اردو شپږ سرتېري وژل شوي او درې سيمه ييز پوليس ټپيان شوي دي.
نوري وايي، ښايي په ياده جګړه كې د دولت وسله والو مخالفينو ته هم مرګ ژوبله اوښتې وي، خو په تړاو يې كره معلومات په لاس كې نه شته.
وسله والو طالبانو بيا ادعا كړې، چې تېره شپه يې په خونيان سيمه كې پر يوې امنيتي پوستې بريد كړى، دا پوسته يې نيولې او ۱۰ افغان سرتېري يې وژلي دي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA