ads

د پكتيا پوليسو يو ځانمرګى بريد كوونكى هدف ته له رسېدو وړاندې وواژه

د پكتيا په مركز ګردېز ښار كې نن غرمه يو ځانمرګى بريد كوونكى هدف ته له رسېدو وړاندې ووژل شو. د دې ولايت د والي وياند عبدالله حسرت كليد ته وويل، دا ځانمرګى بريد كوونكى د پوليسو له لوري د ګردېز ښار د دوهمې امنيتي حوزې په مربوطاتو كې پكتيا پوهنتون او حوزوي روغتون ته […]

نویسنده: hewadpal
11 وږی 1398
د پكتيا پوليسو يو ځانمرګى بريد كوونكى هدف ته له رسېدو وړاندې وواژه

د پكتيا په مركز ګردېز ښار كې نن غرمه يو ځانمرګى بريد كوونكى هدف ته له رسېدو وړاندې ووژل شو.
د دې ولايت د والي وياند عبدالله حسرت كليد ته وويل، دا ځانمرګى بريد كوونكى د پوليسو له لوري د ګردېز ښار د دوهمې امنيتي حوزې په مربوطاتو كې پكتيا پوهنتون او حوزوي روغتون ته څېرمه په ډزو ويشتل شوى دى.
نوموړي زياته كړه، د بريد كوونكي په ويشتلو سره د هغه ځانمرګي واسكټ چاودنه كړې، چې له كبله يې بل چا ته زيان نه دى اوښتى او يوازې ځانمرګى بريد كوونكى له منځه تللى دى.
تر دې دمه معلومه نه ده، چې د ياد ځانمرګي بريد كوونكي هدف څوک او کوم ځای و او د دولت له كومې مخالفې وسله والې ډلې سره يې تړاو درلود.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA