د افغانستان د سولې لپاره د امريكا د بهرنيو چارو وزارت ځانګړى استازى زلمى خليلزاد كابل ته راغلى او تېره شپه يې له جمهور رئيس محمد اشرف غني سره ليدلي دي.
نيويارك ټايمز ورځپاڼې د جمهوري رياست د وياند صديق صديقي له قوله راپور خپور كړى، چې دا ليدنه په ارګ كې ترسره شوه او په كې خليلزاد د طالبانو له استازو سره د سولې د نهم پړاو مذاكراتو په تړاو جمهور رئيس غني ته معلومات وركړل.
صديقي ويلي، چې د يادې ليدنې په اړه به زيات جزيات وروسته له رسنيو سره شريك كړي.
د امريكا او طالبانو د استازو ترمنځ د سولې نهم پړاو خبرې، چې د تېرې زمري مياشتې په ۳۱مه نېټه د قطر په پايتخت دوحه كې پيل شوې وې، وړمه شپه پاى ته ورسېدې او دواړو خواوو وويل، په افغانستان كې د جګړې د پاى ته رسولو لپاره د سولې د يوې هوكړې په درشل كې دي.
د يادونې وړ ده، چې په دې پړاو خبرو كې له افغانستانه د امريكايي ځواكونو پر وتلو، اوربند او ځينو نورو موضوعاتو بحثونه وشول.


