ads

خليلزاد له افغان حكومت سره د امريكا او طالبانو د سولې هوكړه ليك جزيات شريك كړل

د افغانستان د سولې لپاره د امريكا د بهرنيو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خليلزاد كابل ته د خپل سفر په مهال نن د ملي يووالي حكومت له مشرانو سره د متحدو ايالتونو او طالبانو ترمنځ د سولې د لاسليكېدونكي هوكړه ليك جزيات شريك كړي دي. د جمهوري رياست وياند صديق صديقي يوې خبري غونډې […]

نویسنده: hewadpal
11 وږی 1398
خليلزاد له افغان حكومت سره د امريكا او طالبانو د سولې هوكړه ليك جزيات شريك كړل

د افغانستان د سولې لپاره د امريكا د بهرنيو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خليلزاد كابل ته د خپل سفر په مهال نن د ملي يووالي حكومت له مشرانو سره د متحدو ايالتونو او طالبانو ترمنځ د سولې د لاسليكېدونكي هوكړه ليك جزيات شريك كړي دي.
د جمهوري رياست وياند صديق صديقي يوې خبري غونډې ته وويل، افغان حكومت به د يادو جزياتو له ارزونې وروسته خپل ملاحظات له خليلزاد سره شريك كړي.
د صديقي په وينا، د امريكا او د افغانستان د نورو متحدينو هڅې به هغه وخت پايله وركړي، چې طالبان له افغان حكومت سره د سولې مخامخ خبرو ته كېني او افغانان په هېواد كې د اوربند د ټينګېدو او د تاوتريخوالي د پاى ته رسېدو شاهدان واوسي.
د امريكا او طالبانو د استازو ترمنځ د سولې نهم پړاو خبرې، چې د تېرې زمري مياشتې په ۳۱مه نېټه د قطر په پايتخت دوحه كې پيل شوې وې، وړمه شپه پاى ته ورسېدې.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA