ads

ايراني او روسي چارواكي د افغانستان په اړه خبرې كوي

د ايران د بهرنيو چارو وزير محمد جواد ظريف او ورسره مل پلاوى به مسكو ته د خپل سفر په مهال د نورو موضوعاتو ترڅنګ له روسي چارواكو سره د افغانستان په اړه هم وغږېږي. ظريف تېره شپه مسكو ته له رسېدو وروسته خبريالانو ته وويل، اړتيا ده، چې د دواړو هېوادونو چارواكي د جدي […]

نویسنده: hewadpal
11 وږی 1398
ايراني او روسي چارواكي د افغانستان په اړه خبرې كوي

د ايران د بهرنيو چارو وزير محمد جواد ظريف او ورسره مل پلاوى به مسكو ته د خپل سفر په مهال د نورو موضوعاتو ترڅنګ له روسي چارواكو سره د افغانستان په اړه هم وغږېږي.
ظريف تېره شپه مسكو ته له رسېدو وروسته خبريالانو ته وويل، اړتيا ده، چې د دواړو هېوادونو چارواكي د جدي بدلونونو په تړاو، چې په افغانستان كې روان دي، خبرې وكړي.
دى وايي، د پلاوي په تركيب كې ورسره د افغانستان، يمن او سوريې لپاره د ايران ځانګړي استازي شامل دي، چې له خپلو روسي سيالانو سره به بحثونه ولري.
دا په داسې حال كې ده، چې د امريكا او طالبانو استازي د قطر په پايتخت دوحه كې له نهه پړاوه مذاكراتو وروسته د سولې هوكړې ته نېږدې شوي دي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA