ads

په ارزګان کې د پوليو دوې تازه پېښې ثبت شوې

د ارزکان روغیتايي چارواکي خبر ورکوي چې د دغه ولایت په مرکز ترینکوټ او چورې ولسوالۍ کې د پولیو نوې پیښي ثبت شوي، چې له دې سره په یاد ولایت کې د پولیو د شته پېښو شمېر اوو ته ورسېد. روغیتايي مسؤلین وايي، وسله والوطالبانو په دغه ولایت یولک څلویښت زره ماشومانون د پولیو له […]

نویسنده: Mohammad Khan barial
10 وږی 1398
په ارزګان کې د پوليو دوې تازه پېښې ثبت شوې
واکسناتوران

د ارزکان روغیتايي چارواکي خبر ورکوي چې د دغه ولایت په مرکز ترینکوټ او چورې ولسوالۍ کې د پولیو نوې پیښي ثبت شوي، چې له دې سره په یاد ولایت کې د پولیو د شته پېښو شمېر اوو ته ورسېد.
روغیتايي مسؤلین وايي، وسله والوطالبانو په دغه ولایت یولک څلویښت زره ماشومانون د پولیو له واکسین څخه بي برخي کړي دي.
د ارزګان ولایت د پوليو د پروګرام مسول سیف الدین همنوا وايي، د دغه ولایت په چورې ولسوالۍ کې یو شپږ میاشتنی ماشوم ګوزڼ وهلی دی.
ښاغلی همنوا زياته وي، چې د یاد ولایت په مرکز ترينکوټ کې هم د پولیو یوه پېښه رامنځته شوې ده، چې د پوليو د يادې ناروغۍ قرباني ۲ کلن ماشوم دي.
همنوا وايي، د یادو ماشومانو د ګوزڼ وهلو لامل وسله والوطالبان دي، چې یادو ماشومانو ته یې د پولیو د واکسین ورکولو مخه نیولې ده.
د واکسين د برخي مسولين وايي، له تېرو څو مياشتو راهیسې په دغه ولايت کې وسله والو طالبانو د پوليو د واکسين مخنیوی کړی، چې له کبله يي يو لک او څلويښت زره ماشومان له واکسين څخه بي برخي پاتې شوي دي.
دا په داسي حال کې ده چې د پوليو د نوی پيښو په رامنځته کېدو سره اوس په ارزګان کې د پوليو د پيښو شمېر ۷ ته ورسېد.
په ارزګان کې تر دې وړاندې روغتيايي مسولينو انديښنه ښودلې وه، که وسله وال طالبان په سيمو کې د واکسين پلی کېدو ته اجازه ورنکړي، نو د پوليو ويروس به زرګونه ماشومان ونيسي.
د تازه پېښو په رامنځته کېدو سره د ارزګان اوسېدونکي سخت اندېښمن شوي او له وسله والو طالبانو غواړي، چې د دوی پر ماشومانو د پوليو د واکسين پلي کېدو ته اجازه ورکړي.
روغتیاي مسؤلین وايي، د پولیو یادې پېښې د وسله والوطالبانو تر ولکې لاندې سیمو کې ثبت شوې.
د وسله والوطالبانو ویاند قاري یوسف احمدي بیا هغه ادعا رده وي، چې ګنې دوی د پوليو واکسين مخه نيولې ده.
دا په داسې حال کې ده چې روان کال کې په هېواد د پولیسو ۱۵ پېښې ثبت شوې او درملنې لپاره یې اړین ګامونه پورته شوي دي.
د دغو پښو اووه یې په ارزګان، پنځه په هلمند، دوې په کندهار او یوه په کونړ کې ثب شوې دي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA