د كورنيو چارو وزارت وايي، د كندوز ښار ټولې سيمې تصفيه شوې او هلته اوس وضعيت عادي دى.
وسله والو طالبانو پرون سهار پر كندوز ښار له درېيو خواوو بريد وكړ او په څو سيمو كې يې له امنيتي ځواكونو سره جګړې وكړې.
د كورنيو چارو وزارت وياند نصرت رحيمي ويلي، د ملي پوليسو ځانګړو ځواكونو تېره شپه په كندوز ښار كې تصفيوي عمليات ترسره كړل، چې په ترڅ كې يې دغه ښار تصفيه شو.
د هغه په وينا، د امنيتي سرتېرو، ملكي وګړو او طالبانو د مرګ ژوبلې په تړاو به وروسته معلومات وړاندې كړي.
رحيمي زياته كړې، چې تېر مازديګر شاوخوا شپږ بجې د كندوز ښار په چوك كې چاودنه شوې، چې له كبله يې ۱۰ تنه وژل شوي او د دې ولايت د امنيه قوماندان منظور ستانكزي په ګډون پنځه تنه نور ژوبل دي.
د نوموړي په خبره، دا چاودنه له خبريالانو سره د ستانكزي د مركې په مهال شوې ده.
وسله وال طالبان بيا ادعا كوي، چې هلته يې ځانمرګى بريد كړى، چې په كې د كندوز د امنيه قوماندان په ګډون لسګونه افغان سرتېري وژل شوي او ټپيان دي.