د كورنيو چارو وزارت د كندوز ښار په جګړې كې د ۵۶ وسله والو طالبانو د وژل كېدو او هلته د وضعيت عادي كېدو خبر وركوي.
د دغه وزارت د خبرپاڼې له مخې، ګډو افغان ځواكونو تېره شپه په كندوز ښار كې تصفيوي عمليات ترسره كړل، چې په ترڅ كې يې دا ښار په بشپړه توګه تصفيه شو.
په خبرپاڼه كې راغلي، چې په كندوز ښار كې د عملياتو او پروني ځانمرګي بريد په ترڅ كې ۲۰ امنيتي سرتېري او پنځه ملکي وګړي وژل شوي او د امنيتي سرتېرو په گډون ۸۵ تنه ټپيان دي.
وسله والو طالبانو پرون سهار پر كندوز ښار بريد وكړ.
دا ډله ادعا كوي، چې هلته يې په جګړې او ځانمرګي بريد كې لسګونو افغان سرتېرو ته مرګ ژوبله اړولې او ۱۵ تنه نور يې نيولي دي.