په يمن کې د سعودي عربستان په هوايي بريد کې لسګونو كسانو ته مرګ ژوبله اوښتې.
راپورونه وايي، د يمن پر المقصوف زندان د سعودي عربستان په هوايي بريد کې ۴۰ کسان وژل شوي او ۳۰ نور ټپيان دي.
د راپورونو له مخې، د دغه بريد له کبله د لسګونو کسانو برخليک نامعلوم دى.
بلخوا د يمن د روغتيا وزارت وياند ويلي، چې د ياد بريد د قربانيانو شمېر ۱۰۰ ته رسېدلى او د تر خاورو لاندې شوو کسانو د جسدونو را ايستلو کار دوام لري.
سعودي عربستان او متحده عربي اماراتو څلور کاله وړاندې د امريکا په مرستې پر يمن پراخ بريدونه پيل کړل، چې په كې تر دې دمه زرګونه يمني وګړي وژل شوي او ډېر شمېر نور د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ شوي دي.


