ads

په ټکزاس کې وسله وال بريد ۲۶ تنو ته مرګ ژوبله واړوله

د امريكا د ټكزاس ايالت په لوېديځ كې د شنبې په ورځ وسله وال بريد ۲۶ تنو ته مرګ ژوبله اړولې ده. د ټکزاس امنيتي چارواکي وايي، په موټر کې سپاره کس پر خلکو ډزې کړي، چې په ترڅ کې يې پنځه تنه وژل شوي او ۲۱ نور ټپيان دي. پوليسو ياد ۳۰ كلن بريد […]

نویسنده: Mohammad Khan barial
10 وږی 1398
په ټکزاس کې وسله وال بريد ۲۶ تنو ته مرګ ژوبله واړوله
تکزاس برید

د امريكا د ټكزاس ايالت په لوېديځ كې د شنبې په ورځ وسله وال بريد ۲۶ تنو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
د ټکزاس امنيتي چارواکي وايي، په موټر کې سپاره کس پر خلکو ډزې کړي، چې په ترڅ کې يې پنځه تنه وژل شوي او ۲۱ نور ټپيان دي.
پوليسو ياد ۳۰ كلن بريد كوونكى، چې سپين پوستى و، وژلى، خو هويت يې تر دا مهاله معلوم نه دى.
تراوسه نه دي ويل شوي، چې دغه بريد له ترهګرۍ سره تړاو لري او کنه.
د امريکا جمهور رئيس ډونالډ ټرمپ ياد بريد غندلى او له لويې څارنوالۍ يې په دې اړه د جزياتو غوښتنه کړې ده.
نېږدې يوه مياشت وړاندې د ټکزاس په ايل پاسو ښار کې د والمارټ په پلورنځي کې هم د ډزو له كبله ۲۲ تنه وژل شوي او ۴۰ نور ژوبل شوي وو.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA