د ننګرهار سره رود ولسوالۍ له بیل بیلو سیمو د جګړو له امله سلګونه کورنیو خپلې مېنې پریښي او اوس په سختو حالاتو کې شپې سبا کوي.
بې ځایه شوې کورنۍ وایي، جګړو ترې ډک کورونه پاتې کړل او یواځې دوی د خپل سر په خوندیتوب بریالي شول، خوګیله لري چې هېڅ مرسته نه ده ور رسېدلې.
غوښتل مو په دې اړه د کډوالو ریاست نظر هم له ځان سره ولرو، خو له هڅو سره سره بریالي نه شوو.
ولایتي اداره بیا وایي، له کډوالو سره مرستې پیل شوې او ژر به یې لاسنیوی وشي.
د ننګرهار په سره رود ولسوالۍ کې له تېرې یوې اونۍ راهیسې د افغان ګډو ځواکونو له لوري د وسله والو طالبانو د ځپلو په هدف عملیات پيل شوي.
د وروستیو جګړو له کبله له یادې ولسوالۍ سلګونه کورنۍ بېځایه شوي او امنو سیمو ته یې کډه کړې.
دغه کورنۍ د سره رود ولسوالۍ له خوساه چینې، بالاباغ، کاکوخېلواو ځینو نورو سیموخپلې مېنې پریښي دي.
بیځایه شوې کورنۍ وایي، تراوسه یې حکومت د مرستو په نوم هېڅ پوښتنه هم نه ده کړې.
د جګړې له کبله بيځایه شوې کورنۍ وایي، د افغان ځواکونو له لوري د پيل شوو عملیاتو خوښ دي، خو غوښتنه یې داده چې، له عملیاتو وروسته دې د سره رود ولسوالۍ د ساتنې په هدف په سیمو کې امنیتي پوستې ځای پرځای کړي، څو بیا پر دوی وسله وال طالبان واکمن نه شي.
بل لورته د سره رود ځایي چارواکي وایي، عملیات تردې دمه بریالي روان دي او زیاتوي چې ګڼې سیمې یې له وسله والو طابانو پاکې کړې دي.
ولسوال قاري هجرت الله رحماني کلید ته وویل، له بې ځایه شوو کورنیو سره به هم ژر مرسته ترسره کړي.
هڅه مو وکړه په دې اړه د ننګرهار ولایت د کډوالو چارو ریاست د رییس نظر هم پر موضوع ولرو، خو له پرلپسې اړیکو او هڅو وروسته د نظر په اخیستو بریالي نه شوو.
خو په ورته مهال ولایتي چارواکي بیا د مرستو ډآډ ورکوي.
د ولایت ویاند عطاالله خوږیاڼي کلید ته وویل، چې د دې علمیاتو پر مهال به په پاکو شوو سیمو کې د افغان ځواکونو له لوري امنیتي پوستې ځای پر ځای شي، څو سیمې په دایمي توګه وساتي.
دا عملیات داسې مهال په سره رود ولسوالۍ کې پيل شوي، چې د دې ولسوالۍ ګڼې سیمې د وسله والو طالبانو تر ولکې لاندې وې، خو اوس افغان امنیتي چارواکي وایي، ګڼې سیمې یې تر خپلې ولکې لاندې راوستي او وسله والو طالبانو ته یې هم زیاته مرګ ژوبله اړولې ده.
خو بل لورته وسله والو طالبانو تراوسه د دې عملیاتو په اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.


