د پکتیکا ولایت د ارګون ولسوالۍ یو شمېر خلکو د دغه ولایت د پوهنې ریاست په انګړ کې د تحصن خېمه ودروله او د ریاست دروازه يي د مامورینو د تګ راتګ پر مخ وتړله.
دوی، چې ځیني ښځینه زده کوونکې هم له ځان سره راوستي دي، وايي د نجونو د لېسي ودانۍ يې منظوره شوې، خو په وینا يي د پکتیکا پوهنې ریاست پکې بې ځایه لاسوهنه کوي او غواړي چې په کوم بل ځای کې دا ودانۍ جوړه شي.
خو د پکتیکا پوهنې ریاست مسولین وايي، د ارګون د یادو خلکو ستونزه خپل منځي ده، پوهنې ریاست د خلکو په غوښتنه او د قانون برابر په ټاکله شوې ځمکه کې د ودانۍ کارونه پیل کړي اوغواړي سرته يي ورسوي.
قومي مشر یوسف کلید ته وویل د پوهنې وزیر امر ورکړی چې د نجونو د لېسې لپاره باید ودانۍ جوړه شي ، خو په خبره يي د پکتیکا د پوهنې ریاست مسولین د وزیر امر نه مني.
هغه وايي، تر څو چې يي غوښتنه منل شوي نه وي او په ټاکله شوې ځمکه یاده ودانۍ جوړه نه شي ، خپلو اعتراضونو ته به دوام ورکړي او د تحصن خېمه به يي همدلته ولاړه وي.
د شېخ محمد په نوم د ارګون اوسېدونکی وايي، د یادې لېسې ودانۍ څه موده وړاندې منظوره شوې، خو په خبره يي د ځينو کسانو د لاسوهنې له کبله له خپل اصلي ځایه لېږدول شوې او اوس په بل ځای کې جوړېږې.
دی ټنیګار کوي،که يې ستونزې ته حل لاره ونه لټول شي، دغه راټول شوي کسان د حق غوښتلو لپاره هر ډول حرکت ته چمتو دي.
د کره خېل د نجونو ښوونځي زده کوونکو له کلید سره په خبرو کې وویل، له تېرو څو کلونو راهیسې په یو او بل کور او جوماتونو کې زده کړې کوي.
دوی وايي، که لېسې ته يې ودانۍ جوړه نه شي او منظوره شوې ودانۍ بل ځای ته انتقال شي، پریکړه يي کړې چې له زده کړو څخه تېرې شي.
د پکتیکا ولایت د پوهنې رییس محراب الدین شفق وايي، د کره خېل په نوم د نجونو ښوونځي د ودانۍ چارې شل سلنه بشپړې شوې او په خبره يي د کار د بندیدو او بل ځای ته يي د انتقال واک دوی نه لري.
هغه وايي که رښتیا هم ښوونځی له دوی څخه لېري وي، څېړنه به وشي او د ځمکې د اسنادو د تثبت په صورت کې به چېرته چې دوی يي غواړي، د بل ښوونځي ودانۍ جوړه کړي.
کله چې ولسمشر محمد اشرف غني څه موده وړاندې پکتیکا ته سفر درلود، د کره خېلو په ښوونخي سربېره يي ۳ بابه نور د نجونو ښوونځيو لپاره د ودانیو جوړولو ژمنه کړې وه، چې د دې ودانیو د جوړولو چارې څلور میاشتې وړاندې پیل شوې.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


