ads

امريکا په سوريه کې د القاعده شبکې يو مرکز په نښه کړى

د امريکا د دفاع وزارت خبر ورکړى، چې امريکايي ځواکونو د سوريې په ادليب ښار کې د القاعده شبکې يو مرکز په نښه کړى، چې په كې ۴۰ کسان وژل شوي او يو شمېر نور ټپيان دي. د پنټاګون په خبرپاڼه كې راغلي، په دغه بريد کې ټول وژل شوي کسان د متحدو ايالتونو په […]

نویسنده: Mohammad Khan barial
10 وږی 1398
امريکا په سوريه کې د القاعده شبکې يو مرکز په نښه کړى
په سوریه کې هوایي برید

د امريکا د دفاع وزارت خبر ورکړى، چې امريکايي ځواکونو د سوريې په ادليب ښار کې د القاعده شبکې يو مرکز په نښه کړى، چې په كې ۴۰ کسان وژل شوي او يو شمېر نور ټپيان دي.
د پنټاګون په خبرپاڼه كې راغلي، په دغه بريد کې ټول وژل شوي کسان د متحدو ايالتونو په وړاندې ستر ګواښ و.
بلخوا ځينو رسنيو ويلي، چې د ياد بريد په ترڅ كې د حراس الدين او تحرير الشام ډلو غړي وژل شوي دي.
دا بريد داسې مهال ترسره کېږي، چې روسيې او سوريې تېره ورځ په ادليب ښار کې د اوربند پيلېدو خبر ورکړ.
د سوريې په اته کلنه جګړه کې زرګونه کسان وژل شوي او کابو يو ميليون كډوال شوي دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA