ads

افغان حکومت: خلیلزاد به د جګړې پای ته رسېدو له زیري سره کابل ته راشي

د افغانستان حکومت وايي، تمه لري چې د طالبانو او امريکې ترمنځ نهم پړاو مذاکرات په دغه هېواد کې روانه جګړه پای ته ورسوي. په داسې حال کې چې د افغان سولې لپاره د امريکا ځانګړی استازی زلمی خليلزاد کابل ته را روان دی؛ د ملي یووالي حکومت وايي، تمه لري چې خليلزاد د جګړې […]

نویسنده: Mohammad Khan barial
10 وږی 1398
افغان حکومت: خلیلزاد به د جګړې پای ته رسېدو له زیري سره کابل ته راشي
ارګ مانۍ

د افغانستان حکومت وايي، تمه لري چې د طالبانو او امريکې ترمنځ نهم پړاو مذاکرات په دغه هېواد کې روانه جګړه پای ته ورسوي.
په داسې حال کې چې د افغان سولې لپاره د امريکا ځانګړی استازی زلمی خليلزاد کابل ته را روان دی؛ د ملي یووالي حکومت وايي، تمه لري چې خليلزاد د جګړې د پای ته رسېدو له زېري سره کابل ته راشي.
د جمهوري رياست وياند صديق صديقي کليد ته وويل، زلمی خليلزاد کابل ته را روان دی او تمه ده د امريکایي چارواکو او طالب استازو ترمنځ د شوو پرمختګونو په اړه له افغان حکومت سره سلا مشورې وکړي.
نوموړي پرکندوز ولايت د طالبانو وروستیو ډله یيزو بريدونو ته اشاره وکړه او زیاته یې کړه، چې افغان حکومت د خلیلزاد راتګ ته په افغانستان کې د جګړې پای ته رسېدو تمه لري او هیله څرګندوي چې بین الافغاني خبرو ته زمینه برابره شي.
د افغانستان په اړه د امريکا د جمهور رييس دونالډ ټرمپ پاشلې څرګندونې او د طالبانو پر له پسې نظامي بریدونه هغه دوه موضوعات دي، چې د سولې پر وړاندې یې په عامه کچه اندېښنې را ولاړې کړې دي.
د سولې او پراختيا سازمان مشر زمان ګل دهاتي د ټرمپ څرګندونې پر نړېوالو سياستونو پورې تړي او وايي، چې دا ډول خبرې د طالبانو پر مذاکراتو هېڅ اغېز نه شي لرلی.
په ورته وخت کې نوموړي وويل، په اوسنيو شرايطو کې د طالبانو بریدونه يو څرګند تعريف لري او هغه افغان حکومت ته د نظامي ځواک ښودنه ده.
خو بل پلو طالبانو ته نېږدې سرچينې بيا وايي، چې د ډونالډ ټرمپ وروستيو څرګندونو د طالبانو ترمنځ يو شک پيدا کړی دی.
د طالبانو د رژيم پخواني غړي سيد اکبر آغا کليد ته وويل، چې د طالبانو او امريکا ترمنځ د خبرو اوږدېدو دليل دادی چې ټرمپ د افغانستان په اړه غوڅ دريځ نه لري.
په همدې حال کې په قطرکې د طالبانو د سياسي دفتر وياند سهيل شاهين پر خپل ټويټرپاڼه ليکلي چې د طالبانو او امريکا نهم پړاو خبرې په برياليتوب سره پای ته ورسېدې.
شاهين ډاډ ورکړی، چې د افغانستان د جګړې د سوله ييز حل په درشل کې دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA